هبت الله ستانکزي ته: د نجونو د زده کړ‌و په اړه له څرګندونو لاس واخله او خپلې دندې ته راشه!

مېرمن ميډيا ته يوې باوري سرچينې وويل چې د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده د دې ډلې د بهرنيو چارو وزارت د سياسي مرستيال عباس ستانکزي د پخلا کولو لپاره نوموړی ته يو استازی لېږلی دی.


سرچينه وايي، دغه استازی چې مشري يې د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد کوي دوبۍ ته سفر کړی او عباس ستانکزي ته ويلي چې نور دې د نجونو د زده کړو په اړه له څرګندونو لاس واخلي او بيرته دې خپلې دندې ته وګرځي.


د سرچينې په خبره عباس ستانکزي د هبت الله دغه وړانديز رد کړی دی او ياد استازي ته يې ويلي چې سراج الدین حقاني او ملا برادر ته ووايه چې هغوی هم د هبت الله اخندزاده له پېروۍ لاس واخلي او هغه ته دې د پېغمبر او خدای درجه نوره نه ورکوي.


دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال عباس ستانکزی له افغانستانه په داسې حال کې وتښتېد چې د هبت الله اخندزاده لخوا د نوموړي د نيولو امر ورکړل شوی و. 

د راپورونو له مخې نوموړی څو ځله نور هم د نجونو د زده کړو په اړه د هبت الله اخندزاده د حکم ننګولو په خاطر د بنديزونو سره مخ شوی و.

پیعام