
طالبانو زابل کې د انسان تښوونکو له منګولو يوه مېرمن ژغورلې ده!
راپورونه وايي، طالبانو د زابل په سيوري ولسوالۍ کې يوه مېرمن د انسان تښتوونکو له منګلو ژغورلې ده.
د يادې ولسوالي امنيتي مسوولينو د يکشنبې په ورځ د سلواغې ۱۴مه نېټه ويلي، چې تېره پنجشنبه د انسان تښتوونکو له لوري په يوه څاه کې ساتل شوې مېرمن د طالبانو د امنيتي ځواکونو له لوري ژغورل شوې ده.
په زابل ولايت کې د امنيتي سرچينو په وينا، د يادې ښځې د تښتول کېدو په تور يو شمېر کسان هم نيول شوی دي چې نيول شوي انسان تښتوونکي به د قانون منګلو ته وسپارل شي.