تخار کې غلو يوه ښځه او خاوند وژلي او د هغوی پر لور يې جنسي تېری کړی دی
په تخار ولايت کې د طالبانو د امنيې قوماندانۍ وياند محمد اکبر حقاني ويلي، چې پرون يکشنبه د سلواغې ۱۴مه د شپې ناوخته دوه غله د تالقان ښار د لومړۍ امنيتي حوزې په مربوطاتو کې يو کور ته ور اوښتي دي او د کور يو ۷۳ کلن سړی او ۶۰ کلنه ښځه يې وژلي او د هغوی پر ۱۳ کلنه لور يې جنسي تېری کړی دی.
نوموړي ويلي چې يادو غلو د چړې او لرګي څخه په استفادې دغه سړی او ښځه وژلي دي. د طالبانو د امنيې قومندانۍ وياند وايي د دې پېښې په تړاو يې يو کس نيولی او بل تښتېدلی دی چې د هغه د نيولو هڅې هم روانې دي.