بدخشان کې د واده مراسمو کې د موسيقۍ غږېدو په جرم طالبانو ناوې او زوم نيولي دي

په بدخشان کې سيمه ايزې سرچينې وايي چې د طالبانو د امر بالمعروف رياست محتسبينو پرون دوشنبه د سلواغې ۱۵مه نېټه د دې ولايت د شهيدانو ولسوالۍ د سرغيلان په کلي کې د يو واده پر مراسمو چاپه وهلې ده او په واده کې د موسيقۍ غږېدو په جرم يې ناوې او زوم نيولي دي.


سرچينې وايي، د امر بالمعروف رياست کارکوونکو د واده څو ګډونوال وهلي هم دي او د دې ګډوډۍ له کبله د نکاح مراسم هم پاتې شوې دي او واده ته ورغلي ټول مېلمانه له مراسمو څخه تللي دي.


تر دې وړاندې په جنوبي ولايتونو کې د طالبانو امر بالمعروف رياست خلکو ته خبر ورکړی و چې که د چا په واده چې موسيقي وغږول شي نو زوم به د واده شپه په حوزه کې تېروي، خو دا لومړی ځل دی چې د موسيقۍ غږېدو په جرم کې ناوې هم د طالبانو لخوا نيول کېږي او د واده شپه د طالبانو سره په بند کې تېروي.

پیعام