په خوست کې له مدرسې تازه فارغې شوې ځوانې نجلۍ ځان وژنه کړې ده!

سيمه ايزې سرچينې وايي، د خوست ولايت په مرکز متون ښار کې يوې ځوانې نجلۍ ځان وژنه کړې ده.
سرچينو نن سه شنبه د سلواغې ۱۶مه رسنيو ته ويلي چې دغه ځوانه نجلۍ تر ځان وژنې يوه ورځ وړاندې له ديني مدرسې څخه فارغه شوې وه.

دا چې دغه ځوانه نجلۍ په مدرسه کې د تاوتريخوالي ښکار شوې يا د بل کوم لامل په وجه يې ځان وژنه کړې ده، په اړه يې لا تر اوسه پورې مالومات نشته او نه هم تر اوسه پورې طالب مسوولينو په دې اړه څه ويلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې په خوست کې ځايي طالب چارواکو ويلي وو، چې په يوه کال کې په دغه ولايت کې شاوخوا ۷۲ کسانو چې ۳۴ يې ښځې دي، ځانونه وژلي دي.

په اکثره دغه ډول دوسيو کې د ښځو د ځان وژنې لاملونه کورنی تاوتريخوالی او له زده کړو محروميت له وجې رواني ناروغۍ بلل شوې دي.

پیعام