طالبانو د «بيګم» راډيو پر فعاليت بنديز ولګاوه!

طالبانو کابل کې د «بيګم» په نوم د مېرمنو پر يوې خصوصي راډيو بنديز لګولی او د فعاليت جواز يې ترې اخيستی دی. د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ويلي چې دغې راډيو د جواز څخه ناوړه استفاده کوله او بهر مېشتو رسنيو ته يې پخپل دفتر کې مواد چمتو کول.

بيګم راډیو چې د څلورو کلونو راهيسي په کابل کې د مېرمنو لپاره خپرونې کولې، او پکې زياتو ښځينه خبريالانو ته د کار زمينه مساعده شوې وه. چې په تړل کیدو سره به لسګونه دغه مېرمنې خپلې دندې له لاسه ورکړي.

په ورته مهال د سه شنبې په ورځ د سلواغې ۱۶مه د افغانستان د خبريالانو مرکز د طالبانو لخوا د دغې راډيو پر فعاليت بنديز غندلی دی او دا يې د رسنيو او بيان ازادۍ پر ضد د طالبانو د ځپونکي سياست دوام بللی دی.

طالبانو تر دې وړاندې هم په بېلابېلو پلمو په هېواد کې پر يو شمېر راډيوګانو او ټلويزيونونو بنديزونه لګولي. د افغانستان د خبريالانو مرکز وايي، چې یوازې په تېرو ۱۲ میاشتو کې، لږ تر لږه ۱۸ خبري رسنۍ د طالبانو د مستقیم امر له مخې او یا هم د لګول شویو محدودیتونو له امله بندې شوې دي، چې له دې ډلې ۱۴ راډیوګانې او تلویزیونونه لا هم تړلې دي او د بیا پرانیستل کېدو اجازه نه‌ ده ورکړل شوې.


پیعام