طالبانو کندوز او فارياب کې د دوو ښځو په ګډون پنځه کسان د اخلاقي فساد او که کوره د تېښتې په جرم په دورو وهلي

د طالبانو سترې محکمې نن چهارشنبه د سلواغې ۱۷مه په يوه خبرپاڼه کې خبر ورکړی چې نن يې په کندوز او فارياب ولايتونو کې د دوو ښځو په ګډون پنځه کسان د اخلاقي فساد او له کوره د تېښتې په جرم په عام محضر کې په دورو وهلي دي.

د یادو خبرپاڼو له مخې طالبانو په کندوز کې يوه ښځه او يو سړی د اخلاقي فساد په جرم په ۳۹-۳۹ دورو وهلي او په دوه-دوه کاله تنفيذي بند يې محکوم کړي دي.
همدا راز د فارياب ولايت په بلچراغ ولسوالۍ کې د طالبانو ابتدايه محکمې يوه ښځه له کوره د تېښتې په جرم او دوه سړي له کوره د دغې ښځې د تښتولو په جرم په ۳۹-۳۹ دورو وهلي او په يو-يو کال تنفيذي بند يې محکوم کړي دي.

پیعام