ملګري ملتونو ویلي چې د افغان نجونو له زده کړو د ټولنې ملاتړ د پام وړ کم شوی دی


ملګرو ملتونو د ښځو اړوند په خپل درې میاشتني راپور کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه ویلي چې د نجونو له زده کړو د ټولنې ملاتړ د پام وړ کم شوی دی.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې پرون چهارشنبه د لړم پر ۹مه د افغان ښځو د وضعیت په اړه د خپلو څېړنو د پایلو په خپرولو سره لیکلي دي چې د طالبانو له خوا د نجونو پر زده کړو له بندیز وروسته، یو شمېر نجونو اسلامي زده کړو ته مخه کړې او ځینو بیا د حرفو زده کول غوره کړي.

د یادونې وړ ده چې یاد راپور د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) په همکارۍ د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې له ۷۷۶ ښځو او په ۱۱ ولایتونو کې له ۵۷ نارینه ‌وو سره د حضوري او غیرحضوري مرکو پر بنسټ چمتو شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې له یادو کسانو څخه په سلو کې ۴۷ پوښتل شویو کسانو ویلي چې د نجونو د لومړنیو زده کړو لپاره د ټولنې ملاتړ د پام وړ کم شوی دی.

همدارنګه ۶۷ سلنه ښځینه ځواب ویونکو ویلي چې د پرلاپسې محدودیتونو له کبله د نجونو د منځنیو زده کړو په اړه د کورنیو نظر بدل شوی دی.

د ملګرو ملتونو په وینا، دا شمېرې د ټولنې تمایل د هغو محافظه کاره دودونو په لور ښیي چې د طالبانو له خوا د هېواد پر وګړو تپل کیږي.

د ښځو په وینا د نجونو د زده کړو په برخه کې د ټولنې د ملاتړ د کمېدو لامل له طالبانو څخه د خلکو وېره ده.

د دغه سازمان د راپورونو له مخې، طالبانو په تېر کال کې ۷۹ سلنه ښځینه د محرم له لرلو سره سره، عامه او تاریخي ځایونو لکه پارکونو ته له تګه منع کړې دي.

پر دې سربېره، ۶۹ سلنه ښځو زیاته کړې چې کله دوی له کوره بهر وځي نو د خوندیتوب احساس نه لري.

د یاد راپور له مخې د ملګرو ملتونو څېړنې ښيي، چې د افغان ښځو مالي وضعیت هم په تېرو درېیو میاشتو کې لا خراب شوی دی.

افغان ښځو زیاته کړې چې د استخدام په بهیر کې د «جنسیتي توپیر» له کبله له ستونزو سره مخ دي او نه شي کولی په دولتي او نورو ادارو کې دندې ترسره کړي.

د یادونې وړ ده، چې طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته، پر نورو محدودیتونو سربېره نجونې له زده کړو محرومې کړې دي.

تر دې حده چې رسنۍ یې د نجونو د زده کړو په اړه د بحثونو څخه منع کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې څو میاشتې وړاندې په ملګرو ملتونو کې د ځوانانو نړیوالې سفیرې او د یوې خیریه موسسې مسوولې سارا بهارکي ویلي وو، چې طالبانو د افغانستان له بیا نیولو وروسته تر دوه میلیونه زیاتې نجونې د شپږم ټولګې څخه پورته ښوونځیو ته له تلو منع کړې دي

پیعام