طالب ليکس هکرانو ډله: د طالبانو په زندانونو کې ۱۳۷۴ افغانې ښځې او د ۴ ښځو په ګډون ۶۳ بهرنيان بنديان دي

د هکرانو يوې ډلې چې پر ايکس يې ادرس د «طالب ليکس» په نوم دی د چهارشنبې په ورځ د سلواغې پر ۱۷مه، د طالبانو د ۲۱ وزارتونو ۵۰ جبي مهم مالومات هک کړي او خپاره کړي دي. په يادو مالوماتو کې د طالبانو د زندانونو چارو ادارې جزيات هم شامل دي چې د طالبانو لخوا رسمي خپرو شویو مالوماتو سره توپير لري.

د دغو خپرو شویو مالوماتو له مخې، په ټولو ۳۴ ولايتونو کې د طالبانو په زندانونو کې دا مهال ۱۸ زره او ۸۷۵ کسان بنديان دي چې په دې کې ۱۳۷۴ يې افغانې ښځې او نجونې شاملي دي، او ۶۳ تنه پکې بهرنيان دي چې د بهرنيانو په ډله کې هم ۴ ښځې شاملې دي.

نيول شوي افغاني ښځې د سياسي، د ښځو د زده کړو او کار حق غوښتنې، کورنيو ستونزو او تاوتريخوالي په بېلابېلو نومونو نيول شوي دي. د دغو مالوماتو پر بنسټ يوازي په ۱۴۰۲ کال کې طالبانو ۳۵۲ افغانې ښځې بنديانې کړي دي او ۱۰۸۱ نورې يې نيولي او تر لنډمهاله زندان وروسته يې خوشي کړې دي‌.

طالبانو په رسمي توګه تر اوسه پورې د دغو هک شوو مالوماتو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

پیعام