بادغیس؛ یو ورور خپله ځوانه خور وژلې

په بادغیس کې سیمه ییزې سرچینې وایي، چې په دغه ولایت کې یوه ۱۸ کلنه نجلۍ د خپل ورور له خوا له یوه زیات عمر لرونکي سړي سره د واده نه کولو له کبله وژل شوې ده.
سرچينو خبرداری ورکړی، چې دا پېښه د دوشنبې په ورځ د عقرب په ۷ مه د جوند ولسوالۍ په "جلايي" سيمه کې رامنځته شوې ده.
د یادې سرچینې د معلوماتو له مخې، نوموړې نجلۍ په ډزو وژل شوې ده.
دا په داسې حال کې چې د بادغیس سیمه ییزو چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو سيمو کې ورته پېښې شوې وې.
همدارنګه څو ورځې وړاندې په هرات کې هم یوه ۲۴ کلنه نجلۍ د خپل ورور له خوا په چړو وهل شوې وه.

ستاسو نظر