طالبانو په کاپيسا کې له کوره د تېښتې په جرم يوه ښځه په دورو وهلې ده

د طالبانو تر واک لاندې سترې محکمې په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې په کاپيسا ولايت کې يې يوه ښځه او دوه نارينه له کوره د تېښتې او له کوره د تښتولو په جرم په عام محضر کې په دورو وهلي دي.


د خبرپاڼې له مخې، د کاپيسا ولايت په نجراب ولسوالۍ کې د طالبانو ابتدايه محکمې يوه ښځه له کوره د تېښتې په جرم او دوه نارينه د دغې ښځې د تښتولو په جرم ۳۹-۳۹ دورې وهلي او په اووه - اووه مياشتو تنفيذي بند يې محکوم کړي دي.

پیعام