
د طالبانو له لوري پر زنداني ښځو "جنسي تېری"؛ لاریون کوونکې ښځې د نوموړي ډلې د محاکمې غوښتنه کوي
د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي د راپور له مخې چې طالبانو په زندان کې له ښځو سره تاوتریخوالی کوي، "د سولې او آزادۍ لپاره د ښځو غورځنګ" د نوموړې ډلې د محاکمې غوښته کوي.
یاد غورځنګ د چهارشنبې په ورځ د سلواغې په ۹مه په یوه خبرپاڼه کې له ښځو سره خواخوږي څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو کړنې د بشریت ضد جنایت دی او له دغې ډلې باید حساب واخیستل شي.
د نوموړي غورځنګ په اعلامیه کې راغلي: د امنیت شورا د غړو هېوادونو په ګډون د نړۍ هغه هېوادونه او سازمانونه چې د بشري حقونو ملاتړي دي، باید د طالبانو پر وړاندې د قوي حساب ورکونې میکانیزمونو د رامنځته کولو او عملي کولو لپاره کار وکړي.
همدارنګه یاد غورځنګ د قرباني شویو ښځو ملاتړ او پیوستون هم غواړي.
تر دې مخکې د افغانستان لپاره د بشري حقونو د شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنېټ په خپل نوي راپور کې د طالبانو له خوا پر ښځینه بندیانو د جنسي تیري خبر ورکړی و.
په دغه راپور کې داسې ویل شوي وو، چې له زنداني شویو ښځو سره فزیکي، لفظي او حتا جنسي تاتریخوالی ترسره کیږي.
په ورته وخت کې طالبانو لا هم د دې راپور په غبرګون کې څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د افغانستان د حالاتو په اړه د بې اساسه راپورونو له امله دغه هېواد ته د ریچارډ بنېټ سفر منع کړی دی