
يوناما او بينيټ د بيګم راډیو د دوو کارکوونکو د ژر تر ژره خوشي کېدو غوښتنه وکړه
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینیټ د طالبانو له زندانه د بېګم راډیو د دوو کارکوونکو د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.
یوناما د پنجشنبې په ورځ د سلواغې په ۱۸ اعلان وکړ چې د بیګم راډیو دوه نارینه کارکوونکي د طالبانو له خوا نیول شوي او نامالوم ځای ته وړل شوي دي. همداراز ريچارډ بینیټ هم د دغو د دوو کارمندانو د سمدستي خوشې کیدو غوښتنه وکړه.
طالبانو تېره اوونۍ د بهرنېشتو رسنيو سره د همکارۍ په پلمه په کابل کې د بيګم راډیو پر خپرونو بنديز ولګوه او د دې راډيو سامان آلات يې هم ضبط کړل.