یوناما: طالبانو په افغان میرمنو بندیزونه زیات کړي او زیاتوي

يوناما په تېرو درېیو میاشتو کې په‌دې هېواد کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د یوه راپور په خپرولو سره وايي، هغه قوانین چې د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت له خوا پر ښځو وضع کیږي لا یې د دوی پر وړاندې محدودیتونه سخت کړي.

یوناما پرون جمعه د نومبر اوله په خپل درې میاشتني راپور کې ویلي، د امر بالمعروف او نهې المنکر وزارت له خوا قوانینو په عامه ژوند کې له ښځو د فعالیت، بیان او مشارکت آزادي اخیستې ده.

نوموړي راپور د جولای، اګست او سپټمبر په میاشتو کې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت څېړلی دی.

په راپور کې د امر بالمعروف او نهې عن المنکر د قانون له‌مخې د ښځو د غږ عورت ګڼلو، د ښځو د سوداګریزو فعالیتونو او له محرم پرته د ښځو په سفر د بندیز یادونه هم شوې ده.

یوناما ویلي، داسې پېښې یې هم ثبتې کړي چې ښځې د محرم نه لرلو یا مناسب حجاب نه مراعتولو کولړ له امله په لنډ واټن کې بازار یا د دندې ځای ته له تلو را ګرځول شوې دي.

که څه هم د طالبانو دا محدودیتونه په کور دننه او بهر په پراخه کچه غندل شوي، خو طالبان نه یوازې دا چې په‌دې برخه کې له خپلو پرېکړو څخه نه دي په شا شوي، بلکې پر ښځو د محدودیتونو د عملي کېدو غوښتنه یې هم کړې ده.

په راپور کې دغه‌راز د ښځو او نجونو د حقونو، په افغانستان کې د داعش د بریدونو او ملکي تلفاتو، له ګاونډیو هېوادونو سره د پولې په اوږدو کې د نښتو، د حکومتي چارواکو له لوري د خپل‌سرو نیونو، لفظي ګواښونو، شکجنو، بندي کولو او وژنو یادونه هم شوې ده.

په نوموړي راپور کې راغلي دي چې، په جولای، اګست او سپټمبر میاشتو کې د خپل‌سرو نیولو او توقیف ۲۴، د شکنجې، بد چلند او ګواښلو ۱۰ او د پخوانیو افغان ځواکونو د وژنې پنځه پېښې مستندې کړې دي.

همدارنګه په دغه راپور کې د طالبانو له لوري په عام محضر کې د دُرو وهلو ۱۱۱ پېښې، چې په‌کې ۹۵ نارینه، ۱۵ ښځې او یوه نجلۍ شامله ده، یادونه شوې.

ستاسو نظر