د ۱۷ هېوادونو د بهرنيو چارو ښځينه وزيرانو د طالبانو د امر بالمعروف قانون لغوه کول وغوښتل

د ۱۷ هېوادونو د بهرنیو چارو ښځينه وزیرانو غوښتنه کړې چې طالبان دې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت ټول محدودوونکي فرمانونه لغوه کړي.

د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت د سلواغې په  ۲۷مه نېټه ویلي چې دا وزیرانې د افغان نجونو پر زده‌کړو (ښوونځي، پوهنتون او روغتیايي انسټیټوټونو) د بندیزونو په اړه اندېښمنې دي او دا یې غندلي دي.

دوی ویلي، که دا بندیزونه لغوه نه شي، د روغتیايي خدمتونو یو نسل به له منځه ولاړ شي او د میندو او ماشومانو مړینه به زیاته شي. دوی له طالبانو غوښتي چې د افغانستان نړیوالې ژمنې، لکه د ښځو پر وړاندې د تبعیض د له منځه وړلو کنوانسیون (CEDAW) رعایت کړي.

د بهرنيو چارو دا وزیرانې د افغان ښځو، د بشري حقونو مدافعانو او مدني فعالانو ملاتړ کوي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو پر افغانستان د بيا ځلې واک ترلاسه کولو وروسته د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو پراخې سرغړونې کړې دي.


پیعام