ځوانه افغان ډاکټره زهرا عالمي د هلسینکي پوهنتون د کال له ۳۰ کالو کم ۳۰ غوره استعدادونو په لېست کې

هلسینکي پوهنتون چې فنلانډ هیواد کې موقعیت لري تېره پنجشنبه د سلواغې په ۲۵مه له ۳۰ کالو د کم‌عمره ۳۰ ځوانو استعدادونو لېست خپور کړ. په دې لېست کې څیړونکي، کارپیداکوونکي او د ټولنیزو چارو شننونکي شامل دي. ځوانه زهرا عالمي چې افغانستان کې زیږدلې، هم د یاد لېست برخه ده. 


زهرا عالمي هلسینکي پوهنتون کې طب لوستی اوس مهال د بېړنیو مرستو څانګه کې په کار بوخته ده. هغه په عمومي بحثونو کې ګډون کوي چې ډېر ټینګار یې له کډوالو شوو ناروغانو سره په مرسته کولو دی.


زهرا عالمي ددې لېست یواځینی غیر اروپايي ځوانه ده. اغلې عالمي د بشر د حقونو فعاله او سیاستواله سیما سمر خپله الګو ګڼلې ده.


د هلسینکي پوهنتون رائیس ویلي دي چې له دې لېست یې موخه شته فرصتونو ته په کتو د محصلینو هڅول دي، کوم چې د پوهې او مهارتونو په پایله کې رامنځته شوې دي.


زهرا ددې پوښتنې په ځواب کې چې تر ټولو لویه کاري لاسه راوړنه یې کومه ده وویل: «زما لویې لاسته رواړنې په لاره دي.»

پیعام