
«د افغانستان د راتلونکي فکر ټولنې» دوحه کې د ښځو پر حقونو او زدهکړو ټینګار وکړ
د پوهنتون استاد او دوحه کې د شخړو او بشردوستانه مطالعاتو د مرکز رائیس سلطان برکات ویلي دي چې د «د افغانستان د راتلونکي فکر ټولنې» لسمه غونډه افغانستان کې د ښځو او نجونو د زدهکړو په حق باندې له ټینګار کولو سره پای ته ورسیده. دا ناسته د روان میلادي کال د فبروری میاشتې په ۱۲ نیټه د قطر په مرکز دوحه کې د فاطمه ګیلاني په مشرۍ ترسره شوه چې د بېلابېلو سیاسي او قومي ډلو څخه ۴۰ کسانو پکې ګډون کړی ؤ او ۲ ورځې دوام یې وکړ.
برکات په خپله ټولنیزه پاڼه اېکس لیکلي دي چې په دې ناسته کې افغانستان کې د شته ننګونو په ځانګړې توګه د طالبانو له لوري د ښځو پر زدهکړو د بندیز لرې کولو په اړه بحثونه ترسره شول. سربېره پر دې د غونډې ګډونوالو د وروستیو پرمختګونو، شته ننګونو او د امریکا له لوري د مرستو د ځنډیدو وروسته اقتصادي ستراتیژیو په اړه هم خبرې وکړې.
یادې ټولنې قاطري دیپلوماتو ته خپل وړاندیزونه واورول، د اختلافاتو سربېره د غونډې کډونوالو د رایو په اتفاق سره جنګ ته ورستنېدل رد کړل. دا ناسته په داسې حال ترسره کیږي چې افغانستان کې له ۱۲۴۳ زیاتې ورځې کیږي چې له شپږم صنف پورته نجونې د طالبانو د محدویتونو له آمله له زدهکړو بېبرخې دي، د پوهنتونونو او طبي مؤسساتو دوازې یې په مخ تړلې دي.