
فوزیه کوفي مونیخ کنفرانس کې: طالبانو د ښځو په ځپلو سره ثابته کړه چې ندي بدل شوي
د ښځو د حقونو فعالې او د افغانستان د پخواني پارلمان غړې فوزیې کوفي مونیخ امنیتي کنفرانس کې په خپله وینا کې ټینګار وکړ چې د طالبانو له لوري د ښځو ځپل دوام لري او دوی هیڅ بدلون ندی کړی. هغې زیاته کړه چې د شرایطو او سیاسي نظام له اصلاح پرته د طالبانو بدلول ناکامه هڅه ده.
فوزیې کوفي یاد کنفرانس کې چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پخوانۍ مرستیالې حنا رباني هم حضور درلود له پاکستان وغوښتل چې افغانستان ته د هغو کډوالو له ستنولو ډډه وکړي چې د طالبانو له وېرې تښتیدلي دي.