
طالبانو بامیان او نیمروز ولایتونو کې د یوې ښځې په ګډون ۱۲ تنه عام محضر کې په درو ووهل
د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی چې د یوې ښځې په ګډون یې ۱۲ تنه له کور څخه د تېښتې، غلا او نامشروع اړیکو په تور عام محضر کې په درو وهلې دي. یادې محکمې نن یکشنبه د سلواغې په ۲۸مه په یوې خبرپاڼه کې چې پر اېکس ټولنیزه پاڼه یې خپره کړې لیکلې دي چې ښځه یې له کور څخه د تېښتې په تور د بامیان ولایت په «یکاولنګ نمبر۱» ولسوالۍ کې ۳۹ دورې وهلې او ترڅنګ یې د یادې ولسوالۍ ابتدایي محکمې په یو کال او شپږ میاشتو تنفیذي بند محکومه کړې ده.
په یوه بله اعلامیه کې راغلي دي چې نیمروز ولایت کې ۱۱ تنه د غلا او نامشروع اړیکو په تور عام محضر کې په درو وهل شوې دي. دغه کسان د شهید حقاني ورزشي لوبغالي کې چې زرنج ښار کې موقعیت لري د ۲۰ او ۳۹ ترمنځ شمېر باندې په درو وهل شوې دي.
د راټولو شوو شمېرنو په اساس طالبانو د رواني میاشتې له پیله تراوسه ۶۲ کسان چې ۸ یې ښځې دي د هیواد په نهو ولایتونو کې په بېلابېلو تورونو عام محضر کې په درو وهلې دي.