د «زده‌کړې نشي کولای منتظرې پاتې شي» صندوق د افغان نجونو د زده‌کړو له حق د ملاتړ پر دوام ټینګار وکړ

د ملګرو ملتونو د «زده‌کړې نشي کولای منتظرې پاتې شي» (Education cannot wait) تر عنوان لاندې صندوق، نړیوالو ته له زده کړو د محرومو شوو افغان نجونو د غږ د رسولو په اهمیت ټینګار کړی دی. یاد صندوق نن ورځ د «افغان نجونو غږ»(AghanGirlsVoices#) هشتګ په بیاځلې خپرولو سره د افغان نجونو د زده‌کړو له حق څخه ملاتړ اعلان کړ.


دې صندوق د یکشنبې په ورځ د فبروری په ۱۶مه اعلان وکړ چې د«افغان نجونو غږ» کمپاین او له زده‌کړو د محرومو شوو افغان نجونو غږ پورته کولو ته به دوام ورکوي. دا کمپاین د هغو افغانو نجونو کیسې، انځورګرۍ، شعرونه او کارټونونه دي چې د زده‌کړو د حق غوښتونکي دي.


د یاد صندوق د مالومات له مخې تراوسه ۱۸۴ میلیونه کسان په آنلاین ډول له دې کمپاین سره یوځای شوې دي او ۴.۱ میلیارده کسانو یې د ټولنیزو رسنیو له لارې له محتوه څخه لیدنه کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې له شپږم ټولګي د پورته افغان نجونو د زده‌کړو پر بندیز ۱۲۴۷ ورځې اوړي.

پیعام