
پاکستان ۶۵ ماشومان او ۳۰ افغانې ښځې له جنوبي پښتونخوا څخه اخراج کړې دي
د طالبانو د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت تېره یکشنبه د سلواغې میاشتې په ۲۸مه خبر ورکړی چې پاکستاني دولت د ۶۵ ماشومانو په کډون ۳۰ ښځې د جنوبي پښتونخوا له ایالت څخه په اجباري ډول افغانستان ته ستنې کړې دي. د یاد وزارت په خبره پاکستاني پولیسو تېره شپه د کویټې او کچلاغ سیمو کې د کډوالو پر کورونو چپه وهلې او یاد کسان یې د سپین بولدک له لارې هیواد ته راستنه کړې دي.
د خپاره شوو شمېرنو له مخې د یو کال په موده زرګونه افغانان په اجباري ډول له پاکستان څخه اخراج شوې دي. طالبانو دا عمل د بشر د حقونو نقض بللی او د پاکستان عمل یې غندلی دی.