د طالبانو له لوري د ښوونځي د بندیدو په وجهه بامیان ولایت کې یوې ځوانې نجلۍ ځان زندی کړی

د بامیان ولایت ځایي سرچینو خبر ورکړی چې د مهدیه په نوم یوې ځوانې نجلۍ چې ۱۷ کاله عمر یې درلود د یاد ولایت په دولت آباد سیمه کې ځان زندی کړی دی.

دا پېښه د روانې سلواغې میاشتې په ۲۴مه نېټه د چهارشنبې په ورځ رامنځته شوې ده. د سرچینو په خبره مهدیه د تصاعد مکتب د ۱۱ ټولګي زده کوونکې وه، چې د طالبانو له لوري د مکتب د بندیدو په وجهه یې ځان وژلی دی. 


تصاعد مکتب د طالبانو له لوري د روانې سلواغې میاشتې په ۷مه نیټه له شپږم ټولګي څخه د پورته نجونو په مخ تړلی شوی دی. د طالبان له بیا ځل واک ته رسیدو سره په هیواد کې د ښځو او نجونو د ځانوژنې کچه لوړه شوې ده.


اجباري وادونه، کورني تاتریخوالي او د طالبانو له لوري پر ښځو او نجونو وضع شوې محدودیتونه، د ښځو او نجونو له لوري د ځانوژنې لاملونه ګڼل شوې دي.

پیعام