
د ویانا ناسته: د ښځو پر حقونو او د طالب مشرانو په محاکمه کولو ټینکار
د « دموکراتیک افغانستان لپاره د ویانا بهیر» په پنځمه ناسته کې د غونډو ګډونوالو د جرمونو له نړیوالې محاکمې او د عدالت
له نړیوالې محاکمې وغوښتل چې طالب مشران محاکمه او افغانستان کې د بشر حقونو نقض ته رسیدګي وکړي.
دې ناستې دوه ورځې دوام وکړ چې د سیاسي ګوندونو، مدني ټولنو، ښځو، رسنیو استازو او اغېزناکو شخصیوتونو پکې کډون کړی ؤ.
د غونډې ګډونوالو د افغانستان په ستونزو او د دموکراتیک افغانستان د ایجاد لپاره د یوې همغږې او ستراتیژیکې کړنچارې په تدین خبرې وکړې. ددې سربېره د عدالت تامین، د بشر حقونو د نقض کوونکو محاکمه، د ښځو او ماشومانو حقوق د یادې ناستې
مهم مورد وو.
همدا ډول په دې ناسته کړې ټینګار وشو چې د افغانستان بحران د حل په اړه دې د سیمهییزو او نړیوالو په کړنچارو کې بدلون راوستل شي.
د غونډې ګډونوالو د یوه ملي کمیسیون د جوړولو غوښتنه وکړه او د دموکراسی له ملاتړو نهادونو او هیوادونو یې وغوښتل چې
له دوی سره د یادې کړنچارې په پلې کولو کې مرسته وکړي. او همدا ډول یې د یوه دموکراتیک نظام پر ایجاد، له تروریسم سره پر
مبارزې او له اساسي حقونو څخه په دفاع ټینګار وکړ او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې افغانستان کې د عدالت، سولې او هواسینې
په برخې کې ګټور اقدامات درسره کړي.