د افغانستان سیاسي فضا، تروریزم او د ښځو وضعیت: د هرات د دوولسم امنیتي کنفرانس محور

سرچینې وايي چې د هرات دوولسم امنیتي کنفرانس د هسپانیې په پلازمېنه مادرید کې پیل شوی دی. سرچینو د دوشنبې په ورځ، د کب په ۶مه، وویل چې دا غونډه د «افغانستان: د امید بیا راژوندي کول؛ ګډې هڅې» تر سرلیک لاندې پرانیستل شوې ده.  


په دې غونډه کې د سیمې د هېوادونو، اروپا او امریکا لسګونه پوهان، متخصصین او دیپلوماتان ګډون لري. ټاکل شوې ده چې ګډونوال د هرات د امنیتي غونډې د دوه ورځني بحثونو په ترڅ کې د افغانستان د سیاسي فضا، تروریزم او د ښځو د وضعیت په اړه سلا مشورې وکړي.  


د سرچینو د معلوماتو له مخې په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا لپاره د افغانستان ځانګړی راپورټر ریچارد بنت، او د افغانستان د بیا رغونې په برخه کې د امریکا ځانګړی څارونکی جان ساپکو، هم حضور لري.  


د هرات امنیتي غونډه د افغانستان یوه له مهمو کلنیو پیښو څخه شمېرل کېږي چې د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو د استازو په ګډون ترسره کېږي. د یادونې وړ ده چې تېر کال دا غونډه په تاجکستان کې جوړه شوې وه.  

پیعام