د طالبانو مشر امر کړی چې سر له نن (سهشنبې) څخه دې په افغانستان کې د نجونو ټول طبي انستیتیوتونه بند شي.
د طالبانو د مشر ملا هیبتالله اخوندزاده دا امر پرون (دوشنبې) د دې ډلې د عامې روغتیا وزارت اعلان کړ.
په هغه غونډه کې، چې دا پرېکړه پهکې اعلانېده، یوه حاضر ډاکتر د نوم د نه ښودلو په شرط ویلي؛ چې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین بخت الرحمن شرافت د طبي انستیتونو ټول مشران وزارت ته وربللي وو او د خپل مشر نوی مکتوب یې ورته اعلان کړ.
هغه ويلي: " د افغانستان د ټولو انستیتیوتونو ريیسان د عامې روغتیا وزارت ته غوښتل شوي وو، د غونډې موضوع د امیرالمومنین فرمان و؛ چې باید په خصوصي او دولتي انستیتیتونو کې نجونو ته طبي زدهکړې وځنډول شي او یا دې بیخي ودرول شي."
دا پرېکړه یوازې څو ورځې وروسته لهدې اعلان شوه چې طالبانو په یوشمېر ولایتونو کې د ماشومانو د کلیوالي ټولګیو د بندېدو امر وکړ.
دا په داسې حال کې ده چې د نوموړو ټولګیو شمېر لسګونو زرو ته رسیږي، چې تمویل یې د یونېسف له لوري دی.