د یوناما د مأموریت تمدید؛ د افغان میرمنو پر حقونو او د افغانستان د حیاتي مسایلو پر لومړیتوب ټینګار

ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دوشنبې په ورځ، د حوت په ۲۷مه، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه مأموریت (یوناما) د تمدید پرېکړه‌لیک مسوده رایې ته وړاندې کړي. که دا پرېکړه‌لیک تصویب شي، نو د یوناما مأموریت به د راتلونکي یو کال لپاره د  ۱۴۰۴ کال، د حوت میاشتې تر ۲۷مې، اساسي چارو او لومړیتوبونو کې له تعیر پرته تمدید شي.


د دې مسودې له مخې به یوناما د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو ساتنې، د سولې او امنیت پروسې، د اقتصادي او بشري وضعیت بهتر کیدو، د تروریزم پر ضد مبارزه، د مخدره موادو قاچاق، د سپکو وسلو کنټرول، د داخلي بې‌ځایه شویو او کډوالو ستونزې، او د طبیعي افتونو د اغېزو د کمولو په څېر اساسي مسایلو ته پام وکړي.


امنیت شورا هیله لري چې ټول ۱۵ دایمي او غیردایمي غړي به د دې پرېکړه‌لیک ملاتړ وکړي. ویل کېږي چې دا ګام به د ښځو د حقونو په برخه کې په افغانستان کې د یوناما رول پیاوړی کړي.

پیعام