
د «فیمینیستي اکثریت» بنسټ د افغان مېرمنو د روغتیايي وضعیت پر بحران اندېښنه څرګنده کړې
د «فیمینیستي اکثریت» بنسټ د طالبانو له واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د مېرمنو د روغتیايي وضعیت د خرابېدو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې د ښځو د حقونو د خونديتوب او روغتیايي خدمتونو ته د هغوی د لاسرسي په موخه نړیوال فشارونه زیات کړي.
یاد بنسټ خبرداری ورکړی چې ډېری افغان مېرمنې په بحراني حالتونو کې روغتیايي مرکزونو ته لېږدول کېږي، خو د طالبانو له لوري د لګول شویو محدودیتونو له امله له لازمې روغتیايي پاملرنې بېبرخې پاتې کېږي. د ښځو په وړاندې یوه جدي ننګونه دا ده چې له محرم نرینه پرته روغتیایي مرکزونو ته تګ راتګ نشي کولای چې دا شرط په بیړنیو حالاتو کې د درملنې د ځنډ یا حتی د محرومیت سبب ګرځي.
یاد بنسټ ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید د افغان مېرمنو د ساتنې لپاره عملي ګامونه پورته کړي او د طالبانو محدودیتونه د بشري حقونو د نقض په توګه وپېژاني. دوی له نړیوالو بنسټونو او هېوادونو غوښتي چې پر طالبانو دیپلوماتیک فشارونه زیات کړي او داسې حللارې وړاندې کړي چې درملنې ته د افغان مېرمنو لاسرسی اسانه کړي.