
طالبانو د بلخ ولایت دیني مدرسو کې نجونو ته د نکاحي احکامو د تدریس امر کړی
د بلخ ولایت ځايي سرچینو راپور ورکړی چې د طالبانو د امر بالمعروف ادارې تازه امر کړی چې د دې ولایت په دیني مدرسو کې دې نجونو ته اونۍ کې یوه ورځ د نکاحي احکامو تدریس ته ځانګړې شي.
د سرچینو په وینا، د دې ادارې چارواکو د احادیثو، روایتونو او د واده او کورني ژوند اړوند موضوعاتو یوه درسي مجموعه چمتو کړې او ښوونکو ته یې سپارلې ده. د دوی په وینا، هدف یې نجونو ته د یادو مسایلو تدریس دی.
همداراز د امر بالمعروف ادارې له ښوونکو غوښتي چې د دې تعلیمي دورې له پای ته رسېدو وروسته له زدهکوونکو څخه لیکلې ازموینه واخلي، څو د هغوی د زدهکړې کچه وارزول شي.
دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو پر ژوند لګېدلي محدودیتونه د نړیوالو بنسټونو او د بشري حقونو د فعالانو له سختو نیوکو سره مخ دي. شنونکي باور لري چې دا ډول ګامونه د طالبانو د تعلیمي او ټولنیزو کنټرول سیاست یوه برخه ده، چې کولای شي د ښځو او نجونو ټولنیز رول له اوږدمهاله اغېزو سره مخ کړي.