په افغانستان کې د نجونو د پیاوړتیا لپاره د پټو ښوونځیو رول

 

لنډیز 

دا مقاله په افغانستان کې د پټو ښوونځيو اهمیت څېړي، په ځانګړې توګه نجونو ته چې د طالبانو د سختو قوانینو او سیاسي بېثباتۍ له امله د زدهکړو له حق محرومې شوې دي. پټ ښوونځي د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ په دوره ( ۱۹۹۶-۲۰۰۱ز کلونو) کې رامنځته شول او په ۲۰۲۱ز کال کې د جمهوري نظام له سقوط وروسته یې بیا ځلې اهمیت وموند. دا مقاله په تفصیل سره ښایي، چې څرنګه یاد ښوونځي د نجونو زدهکړو پر وړاندې محدودیتونو سره د مبارزې په لار کې آغېزناک دي او همدارنګه له زدهکړهییز، ټولنیز او رواني اړخه د نجونو ملاتړ کوي. سربېره پر دې، پټ ښوونځي نه یواځې د نجونو په علمي پیاوړتیا کې مهم دي، بلکې د کلتوري هویت په ساتنه، ټولنیز یووالي او د خپلو حقونو په اړه د هغوی د پوهې په لوړولو کې هم مهم رول لوبوي.  

تاریخي شالید 

د پټو ښوونځیو مفهوم په افغانستان کې کومه نوې خبره نهده، په ځانګړي ډول د نجونو پټې او غیر رسمي زدهکړې په افغانستان  ژورې تاریخي ریښې لري، چې د سیاسي بېثباتیو او جګړو په وخت کې زدهکړو ته د نجونو د لاسرسي د وسیلې په توګه کارول شوي دي. پټ او غیررسمي ښوونځي له ۱۹۹۶ مېلادي کال څخه تر ۲۰۰۱ کال پورې د طالبانو د لومړني حکومت په دوران کې د نجونو د زدهکړو د ممنعوعیت پر وړاندې د مبارزې په پار رامنځته شول. په هغه دوره کې طالبانو د نجونو د زدهکړو پر وړاندې سخت او محدودوونکي قوانین وضعه کړل، چې نجونې یې له مکتبونو او هر ډول عمومي زدهکړو څخه محرومې کړلې. سره له دې ټولو محدودیتونو افغان مېرمنو او ښوونکو په کورونو او پټو ځایونو کې د غیر رسمي ښوونځیو ایجاد ته مټې رابډ وهلې، چې زدهکوونکو ته به یې سوادآموزي، ابتدايي ریاضي او نور اړین مهارتونه ورزده کول. (Mohammad,2021) 

د طالبانو د واکمنۍ په لومړي دور کې پټ ښوونځي زیاتره د ښځو له لوري، چې یا به یې په تدریس کې تجربه درلوده او یا به له پوهنتون فارغې وې، اداره کېدل. هغه وخت درسي برنامه ساده، خو حیاتي وه، چې پهکې سوادزده‌کړه، دیني زدهکړې او حرفوي زدهکړې شاملې وې، همدارنګه په کابل او نورو لویو ښارونو کې (کورني ښوونځي) رامنځته شول، چې زیاتره یې د ښځو حقونو فعالو ډلو او نړۍوالو سازمانونو له لوري همغږي کېدل. 

کله چې په ۲۰۰۱ مېلادي کال کې د طالبانو نظام سقوط شو، د نجونو زدهکړو بنسټونه او ښوونځي د نوي دولت په ملاتړ بیا راژوندي شول او میلیونونه نجونې ښوونځیو ته بېرته ستنې شولې. د یونسکو د راپور پر بنسټ تر ۲۰۱۸ مېلادي کال پورې د افغانستان د ټولو زدهکوونکو ۴۰ سلنه یې نجونې وې. سره له دې هم دا پرمختګ غیر متوازن و او زیاترو کلیوالي سیمو کې د نجونو د زدهکړو بهیر د کلتوري خنډونو، زیربناء نشتوالي او دومدارو جګړو له امله له خنډ سره مخامخ و. 

د ۲۰۲۱ز کال اګسټ میاشت کې د طالبانو په بیا واکمنېدو سره نجونې یو ځل بیا د زدهکړو او کار له اساسي حقونو څخه بېبرخې شوې. د نجونو پر مخ د منځنیو ښوونځيو دروازې وتړل شوې او له پوهنتونونو او ډېری کاري فرصتونو او دندو منعه شوې. (Human rights, 2024) 

پټ ښوونځي د خلاصون لار 

سره له دې چې طالبانو د افغان نجونو زدهکړو پر وړاندې سخت محدودیتونه وضع کړي دي؛ خو اوس هم ډېری نجونې په فداکارۍ او شجاعت سره پټو ښوونځيو ته درومي. دا ښوونځي زیاتره د رضاکاره ښوونکو له لوري اداره او په مخ وړل کېږي، چې د اړینو مضامینو او  ژوندانه مهارتونو په برخه کې مهم درسونه وړاندې کوي.  

(Shift land) په افغانستان کې یو پټ ښوونځی دی. شېفټ لېنډ د (د بدلون او روښانتیا الهام بښونکې ځمکه) معنیٰ ورکوي. دا ښوونځي په یوه کرایه شوې خونه کې فعالیت کوي. د شېفټ لېنډ ښوونکي زیاتره ایرانیان دي، ټول په رضاکارانه توګه کار کوي او له انګلستان، آلمان، هندوستان او ایران نه په انلاین ډول نجونو ته اړین مضامین او انګلېسي ژبه تدریس کوي. همدارنګه یو رضاکار ایرانی ارواپوه په انلاین ډول نجونو ته انفرادي مشورې هم ورکوي، چې له هغوی سره د خپلو ستونزو په حل کې مرسته وکړي. اوسمهال ۳۰۰ افغان نجونې د طالبانو واک لاندې په دغه پټ ښوونځي کې زدهکړې کوي، چې د دوی له منځه ۴۰ تنه یې د انګلېسي ژبې نړۍوالو ازموینو ته تیاری نیسي، چې یادې ازموینې په بریالیتوب سره پاس کړي، په راتلونکي کې بورسیو ته غوښتنلیکونه واستوي او له دې لارې خپل برخلیک بدل کړي.(Javdani,2024) 

)دریچه( یو بل پټ ښوونځی دی، چې د افغانستان په ۱۹ ولایتونو کې فعالیت لري. دا ښوونځی نږدې ۴۵۰۰ تنه زدهکوونکې لري، چې د ۱۵۰ تنو ښوونکو له لوري ورته تدریس کېږي. همدارنګه یاد ښوونځی هڅه کوي، چې نجونې له خپګان او تشویش څخه وژغوري، هغه چې د ښوونځیو له بندیدو وروسته ورسره ګڼې نجونې لاس او ګرېوان دي. د یاد ښوونځي مسوولین هڅه کوي، چې د جمهوریت دورې ټول تدریسي مضامین نجونو ته ورزده کړي؛ خو د دوی اصلي تمرکز پر بنیادي مضامینو (لکه: ریاضي، فیزیک، کېمیا، بایولوژي او . . .) دی.(VOA Dari, 2024) 

د نجونو په زدهکړو کې د پټو ښوونځيو رول 

  1. زدهکړو ته لاسرسی: پټ ښوونځي په هغو سیمو کې په ځانګړي ډول نجونو ته د زدهکړو فرصتونه او امکانات برابروي، چې دودیز ښوونځي په‌کې منعه شوي وي، یا هم ورتګ خوندي نهدی. په افغانستان کې چې د نجونو پر زدهکړو طالبانو بندیز لګولی، پټ ښوونځي دا امکانات برابروي، چې نجونې له ځورونې او وېرې پرته اساسي مضامین او مهارتونه زده کړي. د پټو ښوونځیو له لارې زدهکړو ته لاسرسی په نجونو کې د بېسوادۍ کچه کموي، د کارموندنې فرصتونه لوړوي او هغوی ته وړتیا ورکوي، چې پیاوړي واوسي او  د خپلو حقونو لپاره مبارزه وکړي. 

  1. پیاوړتیا: زدهکړې د پياوړتیا لپاره یوه ځواکمنه وسیله ده. پټ ښوونځي نجونې په زدهکړو او اړینو مهارتونو سمبالوي او په هغوی کې د خپلواکۍ او ځواکمنتیا حس پیاوړی کوي. پیاوړتیا کې په علمي موضوعاتو سربېره د ژوند مهارتونه، انتقادي فکر او په ځان باور هم شاملېږي. هغه نجونې چې پټو ښوونځيو ته درومي، یواځې ریاضي او ساینس نه زده کوي، بلکې د ژوند هغه مهارتونه هم زده کوي، چې دوی له ستونزو سره مبارزې ته چمتو کوي. د دوی په ځان باور پیاوړی کېږي او دا وړتیا ترلاسه کوي، چې خپلې پرېکړې پهخپله وکړي، چې دا کار په ټولنه کې د یوه اغېزناک شخص په توګه د هغوی له مطرح کېدو سره مرسته کوي، په پایله کې  دوی بیا کولی شي، په ټولنه کې بدلون رامنځته کړي او د دوی پر وړاندې شته خنډونه وننګوي. 

  1. رواني ـ ټولنیز ملاتړ: پټ ښوونځي نه یواځې اکاډمیکې زدهکړې وړاندې کوي، بلکې د زده‌کوونکو اړین عاطفي او رواني ملاتړ هم تر سره کوي. په کوم چاپېریال کې چې نجونې له شدید رواني فشار او نامعلوم برخلیک سره لاس او ګریوان وي، پټ ښوونځي کولی شي، د هیلې د یوه څرک او خوندي ځای په توګه خدمت وکړي. پټو ښوونځيو کې ښوونکي او همزولي زدهکوونکي د ملاتړ یوه شبکه رامنځته کوي، چې هلته زده‌کوونکي کولی شي، خپلې وېرې، هیلې او تجربې له یوه بل سره شریک کړي. ځینې پټ ښوونځي د زدهکوونکو رواني ملاتړ په پار هغوی ته د مشورې ورکولو امکانات برابروي، چې له ستونزو او فشار سره په آغېزناکه توګه مبارزه وکړي. 

  1. د ټولنې جوړونه: پټ ښوونځي په زدهکوونکو او د هغوی په کورنیو کې د همپالنې او تعلق حس پیاوړی کوي. دوی د ټولیز عمل او همپالنې د یوه مرکز په توګه عمل کوي او هڅه کوي، چې له یوه بل سره د ګډ هدف «زدهکړې» په موخه همکاري وکړي. 

  1. د کلتور او هویت ساتنه: که څه هم د پټو ښوونځیو اساسي موخه له زدهکړو څخه محروم قشر ته د اړینو او اساسي زدهکړو امکانات برابرول دي؛ خو دا چې یاد ښوونځي معمولاً په هغو سیمو کې فعالیت کوي، چې جګړې او یا هم ظالمو رژیمونو آغېزمنې کړې وي، دوی کولی شي پهخپل نصاب کې د اړوندې ټولنې د تاریخ، ارزښتونو او کلتوري زدهکړو شاملولو له لارې د کلتوري او ملي هویت په ساتلو کې مرسته وکړي. 

 

پایله 

پټ ښوونځي په افغانستان کې د نجونو د تعلیم په برخه کې یوه بنسټي او حیاتي وسیله ده. د طالبانو په بیا ځل واکمنېدو سره د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې وتړل شوې او له زدهکړهییزو فرصتونو محرومې شوې. په دې سختو شرایطو کې پټ ښوونځي د زدهکړو لپاره خوندي او باوري فرصتونه رامنځته کوي، چې نه یواځې د نجونو تعلیمي اړتیاوې پوره کوي، بلکې په نجونو کې د شخصیت پیاوړتیا، خپلواکي او د ستونزو پر وړاندې مبارزې وړتیا ځواکمنوي. 

پټو ښوونځیو کې یواځې تعلیمي نصاب نه تدریسېږي، بلکې د زدهکوونکو د ژوند په مختلفو اړخونو، د هغوی له ډلې رواني روغتیا، ټولنیزې همغږۍ او کلتوري هویت ساتنې باندې تمرکز کېږي. په افغانستان کې د طالبانو له لوري د سختو محدودیتونو باجود، دا ښوونځي د نجونو د زدهکړو او پرمختګ په لور د پټ، خو مهم حرکت په توګه را څرکند شوي دي. د رضاکاره ښوونکو هڅې چې د افغانستان او نړۍ له بېلابېلو سیمو څخه نجونو ته تدریس کوي، هغوی ته دا باور او هیله ورکوي، چې زدهکړې یې یواځې د راتلونکي لپاره نه، بلکې په اوس کې هم یو لازمي حق دی. پټ ښوونځي د افغان ټولنې او نجونو د پرمختګ او روښانه راتلونکي لپاره یو مهم بنسټ دی. دا ښوونځي کولی شي تر یر یوه بریده د رسمي تعلیمي سېسټم د سقوط له امله رامنځته شوې تشه ډکه کړي. پټ ښوونځي د نجونو لپاره، چې د زدهکړو او پرمختګ فرصتونه ترې اخیستل شوي، د خپلواکۍ او هیلو څرک دی. په دې ښوونځيو کې زدهکوونکي نه یواځې دا چې اکاډمیکې زدهکړې کوي، بلکې په خپلواکه توګه پرېکړه کول، د خپلو حقونو لپاره مبارزه او د ټولنې په پرمختګ کې د ونډې اخیستلو په شان مهارتونه هم زده کوي. 

 

وړاندیزونه 

  1. نړۍوال سازمانونه او دولتونه دې د نجونو له پټو ښوونځيو څخه ملاتړ وکړي. یاد بنسټونه د مالي ملاتړ، سرچینو او د ښوونکو روزنې لپاره د ځانګړو پروګرامونو رامنځته کولو له لارې کولی شي، د پټو ښوونځیو دوامداره او آغېزناک فعالیت تضمین کړي. 

  1. د پټو ښوونځيو د فعالیتونو پیاوړتیا لپاره باید د محلي ټولنو او والدینو ګډون وهڅول شي. د ټولنې د غړو د ملاتړ له لارې، د ښوونځیو موجودیت او دوام لا زیات پیاوړی کېږي. 

  1. د پټو ښوونځيو په چوکاټ کې باید د رواني روغتیا اړوند پروګرامونه شامل شي، چې له لارې یې زدهکوونکي له رواني او عاطفي ننګونو سره په آغېزناکه توګه مبارزه وکړي.   

  1. پټو ښوونځيو کې دې د انلاین زدهکړو برنامې پیاوړې شي، چې له لارې یې نجونې له نړۍوالو معیارونو سره سمو زدهکړو ته لاسرسی ولري. 

 

اخځلیکونه 

  1. Mohammad, M. S. (2021). Education as an empowerment tool for women in Afghanistan: The insider perspectives of educated Afghan women (SASNET Publications Report 2021:1). Lund University, SASNET. 

  1. Human Rights Watch. (2024). Education in Afghanistan: A historical overview of restrictions on girls’ education. 

  1. Javdani, Hoda. (2024). How Afghan women and girls are defying the Taliban with secret schools. Big Issue. https://www.bigissue.com/news/activism/afghanistan-women-girls-secret-schools-taliban/. 

  1. VOA Dari. (2024, June 13). Education of girls in secret schools in more than 19 provinces of Afghanistan. https://youtu.be/8tXTAT5NooU?si=3nT3Rj3IKx5YAzN2 

  1. Care International. (2024). Afghan Women Empowerment. 

 

پیعام