
د جنسي توپیر پر ضد د مبارزې لپاره د افغان ښځو یو پلاوی جنوبي افریقا ته تللی دی
د افغان ښځو یو تبعیدي پلاوی جنوبي افریقا ته تللی، تر څو د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ښځو وضعیت په اړه خپلې کیسې شریکې کړي او د جنسي توپیر (جندر اپارتاید) د ختمولو لپاره نړیواله همغږي رامنځته کړي.
دا سفر د ملالې او د بشري حقونو د ملاتړ یو شمېر نورو بنسټونو په مرسته تنظیم شوی، چې د ښځو د حقونو فعالینو او د جنوبي افریقا د قضايي بنسټونو له غړو سره ناستې او خبرې اترې پکې
شاملې دي.