د عبدالله عبدالله او حامد کرزي ترمنځ په لیدنه کې د کرزي د کوچنۍ لور حضور؛ د افغان نجونو له حقونو د ملاتړ سمبولیک پیغام

د افغانستان د مصالحې عالي شورا پخواني رئیس عبدالله عبدالله او د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي، د یکشنبې په ورځ، د ثور په ۷مه، په کابل کې سره ولیدل. د دې غونډې د جزئیاتو په اړه څه نه دي خپاره شوي، خو یوه مهمه صحنه چې د خلکو پام یې ځانته اړولی، د حامد کرزي د کوچنۍ لور حضور و. کرزي، چې مخکې یې هم د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو او د ښځو د ټولنیز حضور ملاتړ کړی و، دا ځل یې هم د خپلې لور په ملتیا سره یو سمبولیک پیغام ورکړی دی چې د ښځو د تعلیم او ټولنیز مشارکت اهمیت څرګندوي.


تر دې وړاندې هم تیر کال دېته ورته یوه ناسته کې د کرزي د لور حضور د خلکو او ټولنیزو شبکو د کاروونکو له تود هرکلي سره مخ شوی و. ګڼو کسانو دا حرکت د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو پر ضد د محدودیتونو پر وړاندې یو سمبولیک اعتراض ګڼلی و. دا اقدام، په داسې حال کې چې طالبانو د ښځو حقونه محدود کړي، د افغان ښځو د رول او اهمیت په اړه یو ښکاره پیغام دی.

پیعام