
حامد کرزی: د نجونو د مکتبونو بیاپرانیستل د افغانستان د غوره راتلونکي کیلي ده
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي یو ځل بیا د نجونو پرمخ د مکتبونو او پوهنتونونو د بیا پرانیستلو پر اهمیت ټینګار کړی دی. نوموړي له طالبانو غوښتي چې ژر تر ژره د نجونو پرمخ د تعلیم دروازې خلاصې کړي، ترڅو هغوی وکولی شي خپلو هیلو ته ورسېږي او د افغانستان په غوره راتلونکي کې ونډه واخلي.
کرزی د هغو کمو مشهورو سیاسي څېرو له ډلې څخه دی چې په دوامداره او علني توګه د ښځو او نجونو د زدهکړو پر اړتیا ټینګار کوي. هغه باور لري چې عصري او رسمي زدهکړې د هېواد د پرمختګ لپاره حیاتي دي.
بلخوا، طالب چارواکي لا هم د نجونو د مکتبونو د بندېدو په اړه د نړیوالو نیوکو په وړاندې روښانه ځواب نه ورکوي او دا موضوع یو داخلي مسئله بولي. خو سره له دې هم د حامد کرزي په څېر د سیاستوالو پرلهپسې غوښتنې او نړیوال فشارونه لا هم دوام لري.