ملګري ملتونه: په افغانستان کې ښځینه خبریالانې له زیات فشار سره مخ دي

 د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت د افغاستان لپاره په ملګرو ملتونو کې د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنت له طالبانو غوښتنه وکړه چې ټول بندي خبریالان دې خوشې کړي. نوموړي ټینګار وکړ چې په افغانستان کې ازادې رسنۍ له بې‌ساري محدودیتونو او سانسور سره مخامخ دي او ښځینه خبریالانې تر ټولو زیاتې له فشار سره مخ دي.


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې رُزا اوتنبایوا له خپلواکو رسنیو خپل ملاتړ اعلان کړ او ویې ویل چې طالبان د پراخو محدودیتونو له لارې د بیان ازادي زیانمنه کړې ده. هغې ټینګار وکړ چې رسنۍ د یوې باخبره ټولنې اساس جوړوي چې باید د دوی له رول څخه باید ساتنه وشي.


بل‌خوا، د بیان ازادۍ مرکز (FSC) راپور ورکړی چې ۲۰۲۴ میلادي کال د تیرو پنځو لسیزو تر ټولو خونړۍ دوره وه، په ځانګړي ډول د خبریالانو لپاره. ملګرو ملتونو هم یادونه وکړه چې نن ورځ نړۍ له پخوا زیات د باور وړ معلوماتي سرچینو او ازادو رسنیو ته اړتیا لري.

پیعام