د افغانستان د خبریالانو مرکز: طالبانو د ښځینه خبریالانو ازادي په شدت سره محدوده کړې ده

د افغانستان د خبریالانو مرکز (AFJC) د مې درېیمه، چې د رسنیو د ازادۍ نړیواله ورځ ده، په یوه اعلامیه کې ویلي چې د طالبانو له لوري پر رسنیو او خبریالانو، په ځانګړې توګه پر ښځینه خبریالانو، لګول شوې محدودیتونه ۵۸ سلنه زیات شوي او د ښځینه خبریالانو د ازاد فعالیت فضا سخته را تنګه شوې ده.


د دغه مرکز د راپور له مخې د ۲۰۲۴ کال له مې میاشنې تر ننه پورې، طالبانو د رسنیو د ازادۍ ۲۱۵ موارد نقض کړي دي، چې له ډلې یې ۱۷۵ مورد ګواښونه او ۴۰ مورد هم د خبریالانو نیول دي. د طالبانو له خوا د اوو نوو رسنیزو طرزالعملونو د پلي کېدو له امله ښځینه خبریالانې تر ټولو زیاتې اغېزمنې شوې دي. یاد طرزالعملونه په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو حضور محدودي چې له امله یې ځانګړو رسنیو ته زیان رسوي او د نارینه کارکوونکو پر ګمارنه فشار زیاتوي.


د افغانستان د خبریالانو مرکز خبرداری ورکړی چې د دغو محدودیتونو دوام نه یوازې د رسنیو ازادي، بلکې د ښځو د کار او د ازاد نظر د اظهار حق له جدي ګواښ سره مخ کوي. دا مرکز ټینګار کوي چې د ښځینه خبریالانو ملاتړ د بیان د ازادۍ یو اساسي اصل دی او له طالبانو غواړي چې خبریالانو، په تېره بیا ښځینه خبریالانو ته له فشار او ګواښ پرته د فعالیت اجازه ورکړي.

پیعام